
د ایکنانیوز د راپور په اساس د ښار د ستر جومات مینارې او ګنبسئ له لیرې ښکاري، او سره له دې چې مسیحیت د دغه هېواد لومړنی رسمي دین دی، جومات او کلیسا د یو بل ترڅنګ د سولې او ګډ ژوند ښکلی انځور وړاندې کوي.
د ایکنا د راپور له مخې، روسیه یو پراخ هېواد دی چې د بېلابېلو دینونو پیروان پکې اوسي؛ خو سره له دې توپیرونو، ټول ئې د دیني اختلافاتو ترڅنګ په سولې او ارامښت کې ژوند کوي. مسیحیت د دغه هېواد لومړنی رسمي دین دی او اسلام تر هغه وروسته ډېر پیروان لري. د روسیې له مشهورو ښارونو څخه یو هم قازان (کازان) دی.

د المیادین ټیلیویژني چینل وېبپاڼې په یوه راپور کې د روسیې د تاتارستان د قازان ښار انځور وړاندې کړی او هغه ئې «د دینونو ښار» بللی دی.
کله چې قازان ښار ته وارد شئ، نو لومړی څه چې د یوه ګرځندوي پام ځان ته اړوي، هغه لَوحې او تختې دي چې په دوو ژبو، روسي او تاتاري، لیکل شوې دي.
دا ښار پاکې او پراخې کوڅې لري او یوه ستره، ښکلې ودانۍ چې په سپین او آبي رنګونو ښکلې شوې ده، د قازان کرملین په نوم پېژندل کېږي. د قازان کرملین په دروازې کې یو لوی ډبرین لوح یا تخته کیښودل شوې چې پرې لیکل شوي:
«قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ؛ ووایه: هماغه ذات چې هغوی ئې لومړی ځل پیدا کړي، بېرته به ئې راژوندي کړي؛ هغه له هر پنځول شوي مخلوقه ښه پوه دی.
د ښار د لوي جومات مینارې او ګنبسئ له لیرې ښکاري. کله چې لیدونکي دې جومات ته ننوځي، لومړی غږ چې اوري هغه د قرآن کریم تلاوت دی. د کول شریف جومات د څه باندې ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري او غالۍ ئې د ایران له خوا ډالۍ شوې دي. په دې جومات کې یو میوزیم هم شته چې د کعبې د پَردې یوه برخه، د قرآن نُسخې او د روسیې د خلکو ملي او دینی لرغوني آثار پکې ساتل کېږي.
د ۲۰۱۰م کال د رسمي احصایو له مخې، مسلمانان د تاتارستان له نیمائي زیات نفوس جوړوي، او تاتاران په روسیې کې دویم لوی قومي ټبر ګڼل کېږي.

له ۵۰۰ کلن تاریخ سره کلیسا!
له جوماته څو ګامه هاخوا، د بشارت جامع کلیسا ګنبد ښکاري. دا کلیسا د پنځو پېړیو بدلونونو، له انقلابونو را نیولې تر جګړو پورې، شاهده پاتې شوې ده.
په دې ښار کې لسګونه بېلابېل قومونه ژوند کوي او جومات او کلیسا د یو بل ترڅنګ جوړ شوي دي، بې له دې چې د دینونو د پیروانو ترمینځ کومه شخړه رامنځته شي.


https://iqna.ir/fa/news/4333689